د نوم لیکنې لپاره ۱۰ ښه دلیلونه
1 تاسو به په بلجیم او بروکسل کې ژر خپله لاره پیدا کړئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو تاسو خپل ځان په خپل کور کې احساس کړئ.
2 تاسو به د نورو نويو راغلو کسانو سره وويني چې ستاسې په ژبه خبرې کوي
3 تاسو هالنډ زده کوئ، کله چې تاسو غواړئ په بلجیم کې ژوند او کار وکړئ د ژبې زدکړه یوه ستره شتمني ده.
4 موږ تاسو ته ستاسو په ژبه کورسونه او شخصي لارښوونې وړاندې کوو - هم آنلاین.
5 تاسو کولای شئ چې په یو مناسبه کورس کې برخه واخلئ، د ورځې په جریان کې یا په ماښام کې، چټک کورس یا د اوږدې مودې کورس.
6 زموږ ډیري ښوونکي او لارښودنکي ستاسو په ژبه خبرې کوي او د بن له طریقه یې په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام یو ځل کې تعقیب کړی. هغوي اوس په خپل وار غواړي چې د نورو کسانو سره چې په ټولنې کې غواړي بلد شي مرسته کوي.
ځینې شاهدانو ویناوې ولولئ.
7 تاسې کولای شئ چې د عامه ترانسپورت په مرسته په اسانه توګه مونږ ته راشئ. تاسي کولای شئ چې زمونږ دفتر ته په مولن بیک، اندرلیخت او ستد بروسل ته راشئ. د آنلاین کورسونو د تعقیب کولو لپاره لازمه نه ده چې سفر وکړئ.
8 که تاسو دا پروګرام په بریالیتوب بشپړه کړی، بیا به تاسو ته په ټولنې کې د بلدتیا شهادت نامه درکړل شي. دا شهادت نامه تاسو سره د بلجیم د تابعیت په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
9 تاسو سره به د ستاسو د ډېپلوم د رسمیت پېژندلو په برخې کې، هر ډول حقوقي پوښتنې لکه د اوسېدلو د اجازې او د پناه غوښتلې د مراحلو په برخې کې او د بلجیم د تابعیت د لاسته راوړلو په برخې مرسته وشي.
10 برنامج الاندماج مجاني. إذا شاركت في الدورة، ستتلقى أيضا بطاقة تسمح لك بالمشاركة في أنشطة معينة مجانا.