بن په بروکسل کې د ټولنې د بلدېدلو لپاره د مرستو اداره ده. بن د هغه بهرنی الاصله وګړو هرکلی کوي چې لږ تر لږه د دریو میاشتو د استوګنې اجازه ولري. نوي راغلي وګړي او هغه کسان چې اصلاً د نورو هېوادونو څخه دي مګر اوږدې مودې څخه په برکسل کې ژوند کوي کولای شي چې په ټولنې کې د بلدېدلو وړیا پروګرام د مخته بیولو لپاره بن ته مراجعه وکړي.
بن په بلجیم او بروکسل کې د ژوند، کار او استوگنې په اړه واضح او دقیق معلومات وړاندې کوي او همدا ډول دا هم تاسو ته روښانه کوي چې ستاسو قانوني حقوق او مکلفیت څه دي. بن دا کورسونه د ۲۰ څخه زیاتو ژبو کې وړاندي کوي. ددې په څنګ کې، بن د ایت هوز فن ایت نېدرلنس بروسل سره نږدې همکاري لري، ترڅو هغه کسان چې غواړي په تولنې کې بلد شي هغوي ته په ښه طریقه د هالندي ژبه زده کړي. ګډونوالو ته د راتلونکې کار په برخې کې ورکشاپونه او روزنې وړاندې کېږي او په ټولنې کې د ګډون په برخې کې انفرادي لارښوونې کېږي.
مونږ کوچنيان (زیر سنه) ته هم ښه راغلاست وایوو. بن نوي راغلي کوچنیان د ژبې او په ټولنې کې د بلدېدلو ښوونځي ته معرفي کوي. موږ د بېلابیلو ادارو سره همکاري کوو ترڅو د هغه کوچنيانو لپاره چې مورنۍ ژبه یې بله ده ټولنیز- کلتوري فعالیتونه وړاندیز وکړو.
Agentschap Integratie en Inburgering (د ادغام او په ټولنې کې د بلدېدلو اداره)
د ۱ د جنوري ۲۰۱۵ څخه بن د ادغام او په ټولنې کې د بلدېدلو ادارې یو برخه ګرځېدلې ده کوم چې د فلامس د ادغام د پالیسۍ د عملي کولو مسۇلیت لري. تاسو به ددې ادارې له طریقه نورو ټولو اړوندو ادارو سره لکه د ادغام اداره، په ټولنې کې د بلدېدلو اداره، ټولنیز ژباړلونکي او کتبي ژباړونکي (پرته له هغو ادارو څخه چې په خنټ او انتورپن ښارونو کې ښتون لري). اضافي معلومات: www.integratie-inburgering.be.