آیا په ټولنې کې د بلدېلو پروګرام مخته بیول جبري ده؟
د 2022 د جون میاشت راهیسې، په بروکسل کې د ادغام پروسه د ځینو نوی راغلو کسانو لپاره چې د هغه هیوادونو څخه راځي چې د اروپایي اتحادیې غړي نه دي لازمي دي.
آیا تاسو ماته داسې یو سند راکوئ چې د هغې په اساس دا ثابته شي چې زه ستاسو له طریقه کورس تعقیب کوم؟
کله چې تاسو خپل کورس پیل کړه ستاسو د پروګرام لارښود بیا کولای شي چې په دې برخې کې له تاسو سره مرسته وکړي. ددې په څنګ کې وروسته له ستاسو د نوم لیکنې څخه تاسو به نوم لیکنې یو تصدیق پاڼه او قرارداد تر لاسه کوئ.
آیا زه باید د هالنډي ژبه زدکړم؟
د هالنډي ژبې زده کړه د بن په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام یوه برخه ده. آیا تاسو ښه هالنډي خبرې کولای شئ؟ که چېرې داسې وي بیا تاسو د پروګرام له دې برخې څخه معاف کېږئ.
د هالنډي ژبې زده کړه تاسو ته ډیر امکاناتو زمینه برابر کوي. د بېلګې په توګه ژبه تاسو سره مرسته کوئ چې نسبتاً ژر کار پیدا کړئ.
آیا زه په ټولنې کې د بلدیدلو د پروګرام مخته بیولو مستحق یم؟
ممکن تاسو په بن کې د ټولنې د بلدېدلو د پروګرام د مخته بیولو مستحق ووسئ په شرط ددې چې:
- ۱۸ کلن یا مشر ووسئ؛
- د برکسل پلازمینې سیمې په یوې ښاروالۍ کې د نفوسو د ثبت په ادارې کې ثبت ووسئ؛
- یا بهرني تابعیت ولرئ؛
- يا د بلجیم تابعیت ولرئ، کله چې تاسو په بهر کې زېږېدلي ووسئ او لږ تر لږه ستاسو مور یا پلار هم په بهر کې زېږېدلی وي.
آیا زه کولای شم چې فرانسوي د دویمې ژبې په توګه زده کړم؟
فرانسوي د دویمې ژبې په توګه د بن په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام برخه نه ده. په دې پروګرام کې د هالنډي د ژبې کورس تر 1.2 سویې پورې شامل دي او په ټولنې کې د لاره پیدا کولو کورس په هغه ژبه چې تاسو خپله غواړئ (د فرانسوي په ګډون) شامل دی. که تاسو غواړئ چې د هالنډ سربیره فرانسوي زده کړئ، تاسو کولای شئ چې د خپل د پروګرام د لارښود څخه د امکاناتو پوښتنه وکړئ.
آیا زه کولای شم د شپې لخوا زدکړه تعقیب کړم؟
تاسو هغه مهال د شپې د زدکړو مستحق ګڼل کېږئ کله چې ستاسو لپاره ممکنه نه وي چې د ورځې په جریان کې زدکړه وکړئ، د بیلګې په توګه کله چې تاسو کار کوئ او تحصیل کوئ. په دې حالت کې به تاسو په ثابتو ورځو کې په اونۍ کې دوه ځله درس ولرئ. د بن د شپې درسونه له ۱۸ بجو څخه تر ۲۱ پورې دوام لري. ځینې کورسونه موږ یوازې د شپې لخوا وړاندې کوو او د ورځې لخوا شتون نه لري.
آیا کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام د ختمولو څخه وروسته دبلجیم تابعیت ترلاسه کړم؟
په ټولنې کې د بلدېدلو تصدیق پاڼه داسې یو سند دی چې د تابعیت د درخواست په مهال خامخا له تاسو سره مرسته کوي. دا سند په ټولنې کې د ادغام یوازینی رسمي ثبوت دی. په هر ډول په ټولنې کې د بلدېدلو د سند لاسته راوړل یوازینۍ طریقه د ادغام د ثبوت نه ده او همدا ډول یوازیني شرط د تابعیت د لاسته راوړلو نه ده. د بېلګې په توګه، تاسو بايد په بلجیم کې د يوې ټاکل شوي مودې څخه ژوند او یا کار کړی وي.
په ټولنې کې د بلدیدلو پروګرام څومره وخت نیسي؟
په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام موده په بیلابیلو مسایلو پورې تړلې ده.
- په ټولنې کې د لارې پیدا کولو کورس د ۶۰ ساعتونو دوام کوي، چې د پنځو څخه تر اوو اونیو په اوږدو کې وړاندې کېږي.
- ددې سر بېره د هالنډي ژبې کورس هم شتون لري. موږ به له تاسو سره یو ځاي وګورو چې تاسو په اونۍ کې څو درسونه کولای شئ تعقیب کړئ. که چېرې تاسو یو چټک پروګرام تعقیب کړئ، بیا به ژر تر ژر په څلورو میاشتو کې دا پروګرام ختم کړئ. موږ سرعت ستاسو نظم سره برابر کوو او په دې توګه ټاکو چې ستاسو پروګرام به څومره وخت ونیسي.
په کومو ورځو کې زدکړه شتون لري؟
ډیري زدکړې د اونۍ په ورځو کې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې ترسره کیږي. په هر ډول، دا هم ممکنه ده چې د اونۍ په پاي کې زدکړه وکړئ (البته که چېرې تاسو د اونۍ په جریان کې کار کوئ یا تحصیل کوئ).
څنګه کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړم؟
تاسو کولای شئ چې د ۰۲۷۰۱۷۳۸۰ شمېرې له طریقه د بن په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام لپاره نوم لېکنه کړئ. زموږ د پرانستلو ساعتونه وګورئ.
د راتلونکي کورسونو لړۍ کله پیل کیږي؟
بن په کال کې اته ځله کورسونه پيل کوي. دا پدې معنیٰ ده چې موږ تقریباً په هر دوو میاشتو کې یوه نوې لړۍ د کورسونو پیل کوو. په اوړي کې موږ یو ډیر چټک مهال ویش تعقیب کوو او د یوې میاشتې وروسته بیا ځل پیل کوو. د راتلونکي پیل نیټې وګورئ.
زما ډيپلوم څنګه په رسمیت پېژندل کېږي؟
تاسو کولای شئ چې د ډیپلوم د رسمیت پېژندلو په برخې کې زموږ د ادارې د مرستو څخه ګټه واخلئ، په شرط ددې چې تاسو په تېرو دریو کلونو کې د بن سره مو قرارداد لاسلیک کړئ وي یا اکسریس سره ثبت شوي وي. زموږ کارکونکي به تاسو سره ستاسو د ډېپلوم په رسميت پیژندلو کې په انفرادي توګه مرسته وکړي. هغوي به د ټولو مراحلو په هکله تاسو ته معلومات درکړي، ګورئ چې څنګه کولای شي تاسو سره مرستې وکړي او بیا تاسو سره په ګډه یو دوسیه جوړوي ترڅو تاسو وشئ کولای چې هغه وړاندې کړئ.
زه باید څومره پیسې ورکړم ؟
د بن په ټولنې کې د بلدېدلو پروگرام وړیا دی. له بلې خوا تاسو باید د هالنډي ژبې د کورس د زدکړې موادو پیسې ورکړئ. د لګښت اندازه په هرې سویې کې ډېر تر ډېره ۴۵ ایرو کېږي.
زه په کومې ژبې کې کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو کورس تعقیب کړم؟
موږ په عربي، بلغاریایی، دري، انګلیسي، فارسي، فرانسوي، هندي، پښتو، پولنډي، رومانیايي، روسي، اسپانیاي، تمازیخت، ترکي او اردو ژبو کې د ټولنې د بلدېدلو کورس وړاندې کوو. پاملرنه: ځینې ژبو کې موږ یوازې په کال کې څو ځله کورس وړاندې کوو.
زه کله په ټولنې کې د بلدېدلو تصدیق پاڼه ترلاسه کوم؟
کله چې تاسو ټول پروګرام بشپړ کړي، تاسو ته ستاسو د پروګرام د لارښود لخوا په ټولنې کې د بلدیدلو تصدیق پاڼه درکول کېږي. دا په دې معنیٰ ده چې تاسو په ټولنې کې د لارې پیدا کولو کورس ختم کړي دی او د هالنډي ژبې 1.2 سویه مو بشپړه کړې ده.
که چیرې ما یو ناڅاپه کار پیدا کړه او د هغې له امله ونه شم کولای چې ټولګي ته راشم بیا څه وکړم؟
دا ممکنه ده چې تاسو یو ناڅاپه کار ومومئ او له همدې امله نور ونشئ کولای چې کورس تعقیب کړئ. دا کومه ستونزه نه ده. تاسو صرف مونږ ته خبر راکړئ ترڅو مونږ تاسو ته داسې یو کورس پیدا کړو چې تاسوکولای وشئ چې هغه د خپل د کار په څنګ کې مخته بوځئ. له بلې خوا دا هم ممکنه ده چې تاسو د شپې لخوا او د اونۍ په آخره کې زدکړه وکړئ. دا درسونه په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره دي چې هغوي کار کوي.