حسيب په افغانستان کې د پوليس یو افسر وه. اوس هغه په الکانتارا کې د ټولنې مرکز پیانوفابریک کې د منقل شا ته ولاړ دی.
کله چې حسیب (۲۸ کلن) په ۲۰۱۵ کال کې بلجیم ته راغی، داسې سوچ یې نه کاوه چې هغه به یو څو کاله وروسته یو مسلکي آشپز شي. حسيب: «ما هیڅکله فکر نه کاوه چې زه به د آشپزۍ په برخې کې څه وکړم. په افغانستان کې ما د یوه پولیس افسر په توګه کار کاوه، چې په بشپړ توګه یو بل مسلک دی. ما د خپلې مور سره په پخلنځي کې مرسته کوله، مګر هغه صرف مرسته وه.»
حسيب په پخلنځي کې له پوليسو څخه تر آشپز پورې
حسيب: هغه وویل، «زما له راتګه وروسته، ما له بېلابیلو کسانو څخه پوښتنه وکړه چې زه څه باید وکړم. په دې توګه زه بن ته راغلم. ما په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام په پښتو ژبې کې تعقیب کړه چې په ریښتیا یې زما سره مرسته وکړه. ما هالنډي ژبه زده کړه او د بلجیم په اړه مې نور معلومات لاسته راوړل، همدا ډول د استوګنې کورونه په هکله او د تحصیل او د کاري امکاناتو په هکله مې معلومات لاسته راوړل.»
بن د نوموړي لپاره یې د نورو ټولنیزو کلتوري سازمانونو سره د ا لکه ګروپ انترو (Groep INTRO) او یس فې زت وې (Jes vzw) سره برابره کړه. حسيب: «هغوی له ما سره د کار په موندلو کې مرسته وکړه او ماته یې دا زمینه برابره کړه چې د مېلمه پالنې په سکتور کې تجربه تر لاسه کړم. بلاخره زه د کووفي (COOVI) سره آشنا شوم او په هغه ځاي کې ما د آشپزخانې د کارکونکي، د سترې آشپزخانې کارکونکي او د آشپز معاون زدکړې سرته ورسولې. په عین حال کې ما د رضاکار په توګه د یو تنس کلپ په یو رستورانت کې کار کاوه. په دې توګه ما نوي خواړه کشف کړل او وتوانیدم چې د هالنډي ژبي تمرین وکړم.»
«زه دلته څه کوم؟»
حسيب اعتراف کوي چې يو څه موده وخت يې ونيوه تر څو چې هغه د آشپزۍ سره یي علاقه پیدا کړه. حسيب: «صادقانه باید ووایم چې په پیل کې ما په تېره د مالي دلایلو له کبله کار تر سره کاوه. ما غوښتل چې ژر تر ژره د کار پیدا کړم ترڅو خپل لګښت پوره کړم. کله چې ما د آشپز د معاون په توګه زدکړې کولې، په شروع کې مې ځان ته داسې ویلې: زه دلته څه کوم؟ مګر په هغه تناسب چې زه په پخلنځی کې ودرېدم، په هغه اندازه ما ډېر ورڅخه خوند اخېسته. اوس زه له خپلې وظیفې سره مینه لرم.»
د غوښې قورمه او لسنیا
اروپایی خواړه کولای شي چې حسیب خوشحاله کړي. حسيب: «په افغانستان کې موږ تر ډېره ورته مسالې لکه دلته لرو، د بېلګې په توګه موږ ډېر زیره او شبت کاروو. په کور کې اوس موږ اروپایي او افغاني خواړو سره ګډ خورو. مېرمن مې له افغانستان څخه راغلې او لسنیا یې ډېر خوښېږي. ما هغې ته درس ورکړ چې څنګه یې پاخه کړي. همدا ډول د غوښې قورمه هم موږ ته ډیر خوند کوي. دا زما د خوښې وړ بلجیمي خواړه دي.»
یو شخصي رستورانت
د حسيب لوی خوب؟ چې یو ځل بیا د پولیسو افسر شي. مګر دا یوه اوږده لاره ده. «د نورو شیانو په څنګ کې لازمه ده چې ژبه ستاسو ښه زده وي او د روزنې ته یې د شاملېدلو اجازه لاسته راوړئ. په لنډې موده کې زه غواړم چې خپل رستورانت خلاص کړم. د سوداګرۍ پلان جوړ کړم او خپله هالنډ ته وده ورکول: دا هغه څه دي چې اوس مهال زما پلان دي. زه