په بروکسل کی هوسا احساس کوئ
آیا تاسو بروکسل ته نوي راغلي یاستئ او هر څه تاسو ته نوي دي؟ یا تاسو دلته ډیر وخت اوسېږئ، مګر سره له دې هم تاسو پوښتنې لرئ؟ موږ پوهیږو چې کله ناکله څمره ستونزمن وي چې هغه څه ومومئ چې په لټه کې یاستئ. له همدې امله تاسو کولی شئ چې د بن له طریقه په ټولنې کې د بلدیدلدو پروگرام تعقیب کړئ. کورس او لارښوونه ستاسو په ژبه کې دي. زموږ تجربه لرونکي کارکوونکي به خوشحاله شي چې ستاسو د ټولو پوښتنو ت ځواب پیدا وکړي.
تقریباً په ۲۰ ژبو کې په وړیا توګه په ټولنې کې د بلدیدلو پروګرامونه
په ټولنې کې د خپلې د لارې د موندلو کورس.
په بروکسل او بلجیم کې ژوند کول
د هالنډي ژبې زدکړه
د ژبې پوهه چانس لوړ کوي
انفرادي لارښوونه
کار، روزنه، ډیپلوم پیژندنه، تفریحي،...
- آیا په ټولنې کې د بلدېلو پروګرام مخته بیول جبري ده؟
- آیا کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام د ختمولو څخه وروسته دبلجیم تابعیت ترلاسه کړم؟
- څنګه کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړم؟
- زما ډيپلوم څنګه په رسمیت پېژندل کېږي؟
- زه په کومې ژبې کې کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو کورس تعقیب کړم؟