پ ۲۰ ژبو کې په وړیا توګه په ټولنې کې د بلدیدلو پروګرامونه وړاندي کوو کورسونه په مختلفو ځایونو او مختلفو وختونو کې وړاندي .
موږ ستاسو په ژبه خبرې کوو او یا یو ژباړونکي تاسو ته پیدا کوو. موږ به ستاسو لپاره وخت جوړ کړو او ستاسو خبرې به واورو.
د ادغام پروسه عبارت دي له :
- ټولنیز آشناکیدل : تاسو د بروکسل او بلجیم کې د ژوند کولو او کار کولو په اړه زده کړئ
- هالندی زده کړئ : تاسو هالندی ژبه د (هالندی ژبی کور په بروکسل ) له لاری تعقیب کړئ .
- د کارکولو لاره : موږ خوشحاله یو چې تاسو اکتریس ته راجع کرو که تاسو د کار په لته کی یاست .
- د معلوماتی غونډو او په فعالیتونو کې وړیا ګډون .
یو مشاور ستاسو په توله پروسه کی ملاتړ کوي .
لمړنۍ مرکه
ددې لپاره چې تاسو سره ښه مرسته وکړو مونږ غواړو چې له تاسو سره ښه معرفي شوو. ځکه ددې لمړنۍ مرکې په جریان کې موږ ستاسو د هیلو، د ژبنې مهارتونو، د لوړ سویه ډیپلوم په هکله،...ستاسو څخه پوښتنې کوو. په دې ډول موږ کولای شو چې تاسو ته یو مناسب وړاندیز وکړو.
انفرادي لارښوونه
کله چې تاسو په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام پيل کړئ، ستاسې د لارښود به ستاسې سره د يوځاى کېدو د پروسې په ټولو مرحلو کې مرسته وکړي. که چېرې تر اوسه ستاسو هالنډي سمه یا په کافي توګه زده نه وي کومه ستونزه نه ده. ستاسو لارښود ستاسو په ژبه يا بله ژبه خبرې کوي چې تاسو په هغه ژبه پوهېږئ. تاسو کولای شئ چې هغه یا هغې ته د خپلو ټولو پوښتنو د ځواب لپاره مراجعه وکړئ.
موږ ستاسو د راتلونکي پلانونو څخه پیل کوو او ګورو چې څنګه کولای شو چې هغه په پلانونه په ګډه عملي کړو. ستاسو لارښود هم ګوري چې ستاسو اړتیاوې څه دي، کوم کورسونه تاسو غواړئ تعقیب کړئ، آیا تاسو د ماشوم لپاره وړکتون ته اړتیا لرئ،... که چېرې تاسو ډیپلوم ولرئ، بیا مونږ دا معلوم کوو چې آیا ممکنه ده چې ستاسو ډیپلوم په رسمیت وپېژندل شي. که تاسو ځانګړي پوښتنې ولرئ بیا ستاسو لارښود کولای شي چې تاسو سمې ادارې ته معرفي کړي.
په ټولنې کې د خپلې د لارې د موندلو کورس.
په دې کورس کې - چې د ادغام یا تابعیت کورس په نوم هم یادېږي - تاسو به په بلجیم کې د ژوند په اړه ډیر څه زده کړئ: د کار بازار، په کور کې مېشت کېدل، روغتیا چارې، ترانسپورت، ستاسو د ماشومانو لپاره تعلیم، د بلجیم دود او دستور، ستاسو حقونه او مکلفیتونه... تاسو په ډلېزو لنډ سفرونو کې برخه اخلئ، د نور سره معرفي کېږئ او بیلابیل ډول مهارتونه خپل کوئ. دا کورس په متوسطه توګه ۶۰ ساعته وخت نیسي. تاسو دا کورس په خپلې مورنۍ ژبې کې یا په هغه ژبې کې چې تاسو په ښه پوهیږئ، تعقیب کوئ.
هالنډي ژبې ابتدائیي کورس
کله چې تاسو په بلجیم کې ژوند کوئ بیا ستاسې د ژبې مهارتونه ډېر مهم دي. ژبه د کار د لټون او ستاسې د ماشومانو د ښوونځي سره د اړیکو د ټېنکولو لپاره ګټور ده. له همدې امله موږ به ستاسو سره د هالنډ ژبې د زده کړې په برخې کې مرسته وکړو. د دې لپاره موږ د یت هوز فن نیدرلنس بروسل سره یو ځاي کار کوو. د دوی سره یوځای موږ ګورو چې تاسو چیرته او کله کولای شئ کورس تعقیب کړئ.
د کارکولوپه لاره
ایا تاسو د 18 او 65 کلونو ترمنځ یاست او تاسو لاهم دنده نلرئ؟ موږ خوشحال یو چې تاسو اکتریس ته راجع کوو. دوی تاسو سره یوځای د کار پیدا کولو په خاطر مرسته کوی.
ورکشاپ او کاري لارښودنې، روزنه او تفریح
تاسو غواړئ چې په خپل راتلونکې باندې کار وکړئ. بن د مختلفو موضوعاتو په اړه ورکشاپونه، معلوماتي غونډې او لارښوونې تنظیموي. موږ وګورو چې آیا تاسو په بروکسل کې رضاکارانه کار، سپورت، کلتوري یا د اتحادیې ژوند سره علاقه لرئ.
هر هغه څوک چې په بهر کې زېږېدلی وي، له ۱۸ کلونو (*) څخه یې عمر لوړ وي او په بروکسل کې ژوند کوي، کولای شي چې په ټولنې کې د بلدېدلو په پروګرام کې برخه واخلي.
د اضافي معلوماتو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ.