د ټېټ سواده والدینو لپاره په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرامونه
هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې بله ده، (راتلونکي) مور او پلار چې د سواد کچه یې ټېټه وي اکثرا دې ستونزې سره مخامخ وې چې په ټولنې کې د بلدېدلو په لارې کې څنګه اول ګام وچټ کړي. له همدې امله موږ د خپلو همکارو سازمانونو سره یو ځای د والدینو او ماشومانو لپاره ځانګړي پروگرامونه تنظیم کوو.
امیرات، سینا او میمنونې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې په ټولنې کې د بلدېدلو په داسې یو پروګرام کې برخه اخیستې وه. په لاندنۍ ویدیو کې هغوي د خپلو تجربو په اړه خبرې کوي (په هالنډ کې!).
'مسیر افینیر '- د ځوانانو لپاره په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرامونه
د اوړي په جریان کې موږ د هغه نوي راغلي ځوانانو لپاره چې عمرونه یې د ۱۷ او ۱۹ کلونو په منځ کې ووسي په ټولنې کې د بلدېدلو ځانګړي پروګرامونه وړاندې کوو. 'مسیر افینیر' په معنی 'د راتلونکې لاره ده' چې له دری او فرانسوي څخه ژباړل شوې ده.
آیا تاسو غواړئ پوه شئ؟ لاندې ویډیو وګورئ (په هالنډي ژبه).