په پروژی کښی لاندی برخی شاملی دی:

د ټولنیز ادغام کورس

تاسی کولای شۍ د ټولنیز ادغام کورس ستاسی په خپله مورنی ژبه یا په هغه ژبه چی تاسی پری پوهیږۍ ، تعقیب کړۍ . په دغه کورس کی به تاسی په بلجیم کښی د ژوندانه په تړاو ډیرڅه زده کړۍ ، لکه: د کار مارکیټ ، استوګنه ، روغتیایی مرستی ، ټرانسپورټ ، ستاسی د ماشومانو زده کړه ، ځایی دودونه ، ستاسی حقوق او مکلفیتونه ... او داسی نور . تاسی به په ګروپی ګرزیدوراګرزیدو کښی برخه اخلۍ ، له نورو سره به وګورۍ ، او یوشمیر مهارتونه به زده کړۍ . د زده کړی ټوله موده ۶۰ ساعته ده . مونږ به له تاسی سره یوځای داسی کورس تاسی ته غوره کړو چی ستاسی له اړتیاو سره سمون ولری .

د نیدرلنډی ژبی بنسټیز (اساسی) کورس

که تاسی دلته ژوند کوۍ نو د ژبو زده کړه تاسی ته ډیره ګټوره ده . د ساری په توګه د ژبو پوهه ستاسی لپاره د کار پیداکولواو ستاسی د ماشومانو له ښوونځی سره  د اړیکو د ټینګولو په چاره کی  د خورا ارزښت درلودونکی ده . له همدی امله مونږ د نیدرلنډی ژبی د زده کولو په لاره کی له تاسی سره مرسته کوو. مونږ به ستاسی د نیدرلنډی د پوهی د کچی ارزونه او بیا به درته ستاسی په سیمه کی د یوه مناسب کورس لټون وکړو .

د کار ، زده کړی (ټریننګ) او وزګار وخت په اړه ورکشاپونه او لارښوونی

تاسی غواړۍ چی د خپلی راتلونکی لپاره کار وکړۍ . بون داسی ورکشاپونه ، معلوماتی او مشورتی غونډی جوړوی چی هلته تاسی کولای شۍ د کار ، ټریننګ او شخصی کارونوپه هکله زیات معلومات ترلاسه کړۍ . مونږ له تاسی سره د کار په مارکیټ کی  د خپلو امکاناتو په عرضه کولو کی مرسته کوو . ښایی تاسی علاقه ولرۍ چی نور ټریننګ یا د کار تجربه ترلاسه کړۍ ، او یا له نورو خلکو سره د شبکی د پراخولو په موخه وګورۍ ؟ مونږ به دا وڅیړو چی تاسی له خپلی خوښی (داوطلبانه) کار ، سپورټ ، کلتور او یا په بروکسل کی له ټولنیزژوندانه سره څومره علاقه لرۍ . له مونږ سره تاسی کولای شۍ د خپلو پوښتنو ځوابونه ومومۍ .

انفرادی لارښوونه

په بون کی د خپلی ټولی تجربی په ترڅ کی تاسی کولای شۍ چی په خپله  شخصی یا انفرادی لارښوونه حساب وکړۍ . ستاسی سلاکار به ستاسی په خپله ژبه یا په هغه ژبه چی تاسی پری ښه پوهیږۍ ، او یا د یوه ژباړونکی (ترجمان) په مرسته له تاسی سره خبری وکړی . له خپل سلاکار سره یوځای به تاسی دا جوته کړۍ چی کوم کورس باید تعقیب کړۍ ، ماشوم څارنی ته اړتیا لرۍ که نه ، او د راتلونکی لپاره باید کوم پلان په پام کی ونیسۍ ؟که تاسی کوم ډپلوم اویا دکوم ځانګړی مهارت تصدیق ولرۍ ، مونږ به دا معلومات وکړوچی آیا تاسی کولای شۍ د هغو معادل ترلاسه کړۍ ترڅو په بلجیم کی د اعتبار وړ وی ، که نه ؟د نورو ځانګړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره به ستاسی سلاکار اړوندو څانګو ته ستاسی لارښوونه وکړی .

صغیران

مونږ صغیرانو ته هم ښه راغلاست وایو . مونږ له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د مقدماتی کورسونو په پیدا کولوکی مرسته کوو. مونږ زیات شمیرسازمانونها و ټولنی پیژنو چی هلته ستاسی ماشومان کولای شی په داسی فعالیتونو کی ګډون وکړی چی هم بوختوونکی وی او هم ټاکلی موخی ولری .