په بون کی تاسی څه کولای شۍ؟

آیا تاسی په بروکسل کی استوګنه لرۍ؟ آیا تاسی بهرنی (خارجی) یاست؟ آیا غواړۍ چی په بروکسل ، فلاندرسیمه او بلجیم کی خپله لاره په چټکۍ سره پیدا کړۍ؟ بیا نو مونږ هغه خلک یو چی باید تاسی ورته مراجعه وکړۍ . له مونږ سره تاسی کولای شۍ په بروکسل کی د اوسیدو ، کار او استوګنی په هکله ډیر څه زده کړۍ . که تاسی د اړینو شرایطو لرونکی یاست ، د ادغام یا د ټولنی سره يوځای کیدلو(integration) یو وړیا پروګرام چی پکښی کورسونه او  شخصی سلاګانی او مشوری شاملی وی، تاسی ته دایر کړای شی . ددی پروګرام په بشپړولو سره به تاسی ته د تابعیت او ادغام د چمتووالی تصدیق درکړل شی . د نورو معلوماتو لپاره ژرترژره زمونږ له سلاکارونو سره اړیکه ټینګه کړۍ .

۷ هغه ښه لاملونه چی تاسی له مونږ سره نوم لیکنه وکړی:

  • تاسی به په بروکسل کی خپله لاره ډیرژر پیدا کړۍ
  • تاسی به نیدرلنډی ژبه ، چی د بلجیم له رسمی ژبو څخه  یوه ده ، زده کړۍ . که تاسی په بروکسل کی استوګنه او کار کوۍ ، نو دا له تاسی سره مرسته کوی .
  • له تاسی سره به ستاسی د بری لیک (ډیپلوم) د منل کیدو او معادل د لاسته راوړوپه تړاو مرسته وشی.
  • مونږ ستاسی د درسونو په مهال د ماشومانو د ساتلو انتظام کوو.
  • ...

په پروژی کښی لاندی برخی شاملی دی:

  • د ټولنیز ادغام کورس
  • د نیدرلنډی ژبی بنسټیز (اساسی) کورس
  • انفرادی لارښوونه
  • ...

راتلونکئ کورس.

د ټولنی سره د یوځای کیدو یا ادغام راتلونکئ کورس به د کښی شروع کیږي.  ​

  • 7/1 - 21/2
  • 25/2 - 8/5
  • 8/5 - 27/6
  • 1/7 - 26/7
  • 1/8 - 28/8
  • 9/9 - 23/10
  • 4/11 - 19/12