آیا تاسو بروکسل ته نوي راغلي یاستئ او هر څه تاسو ته نوي دي؟ یا تاسو دلته ډیر وخت اوسېږئ، مګر سره له دې هم تاسو پوښتنې لرئ؟ موږ پوهیږو چې کله ناکله څمره ستونزمن وي چې هغه څه ومومئ چې په لټه کې یاستئ. له همدې امله تاسو کولی شئ چې د بن له طریقه په ټولنې کې د بلدیدلدو پروگرام تعقیب کړئ. کورس او لارښوونه ستاسو په ژبه کې دي. زموږ تجربه لرونکي کارکوونکي به خوشحاله شي چې ستاسو د ټولو پوښتنو ت ځواب پیدا وکړي.
- څنګه کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړم؟
- آیا کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو د پروګرام د ختمولو څخه وروسته دبلجیم تابعیت ترلاسه کړم؟
- زه په کومې ژبې کې کولای شم چې په ټولنې کې د بلدېدلو کورس تعقیب کړم؟
- زما ډيپلوم څنګه په رسمیت پېژندل کېږي؟
- آیا زه په ټولنې کې د بلدیدلو د پروګرام مخته بیولو مستحق یم؟